اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د چين وزيراعظم لي چيانګ سره ډېرې د نتيجې وړ خبرې شوي٬ د سي پېك له مخې د مهم اقداماتو په پېشرفت د اطمينان څرګندونه شوې او په دې په وخت عملدرامد باوري كولو ته صلاح يوه شوې۔ د ګل په ورځ خپل اېکس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل د چين وزيراعظم سره په خبرو ??ترو كښې د سي پېك منصوبو په وخت بشپړولو له صلاح يوه شوه ٬ په ملاقات ??ښې تجارت، سرمايه کاري، معيشت ، زراعت ، توان، انفارميشن ټيکنالوجي او د دفاع څانګو ??ښې مرستې ته په پراختيا وركولو خبرې وشوې۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ تزويراتي شراکت داري او زمونږ په بنيادي مسائلو مفاهمت د سيمه ايز استحکام او خوشحالۍ بنياد دے۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د نوي ګوادر انټرنيشنل ايئرپورټ د بشپړېدو د دستورې په مشتركه توګه صدارت وكړو او د مفاهمت د مهمو يادداښتونو د دستاويزات تبادلې له دستوره وشوه كومو سره به چې د داوړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو ??ښې مرسته لا زياته شي۔
Nguồn bài viết : UG Thể Thao